د مختلفو ناروغیو د درملنې لپاره: بلخ ته د ۳۴ ازبک ډاکټرانو یوه ډله راغله

مزار شریف- ایرنا- له ازبکستان څخه د ۳۴ ډاکټرانو یوه ډله د بېلابېلو ناروغیو د درملنې په موخه بلخ ته راغلې ده.

په مزارشریف کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله،  د ازبکستان د ډاکټرانو یوه ډله د بېلابېلو ناروغیو د درملنې په موخه د چهارشنبې په ماښام د بشري خوراکي او روغتیايي مرستو له یوې کڅوړې سره بلخ ولایت ته ورسېده.

د ازبکستان د سرخان دریا والي، اولغ بیګ قاسم اوف، وویل چې د نن ورځې مرستې له افغانستان سره د ازبکستان له نورو بشري مرستو سره توپیر لري، نن ازبکستان نه یوازې بشري مرستې، بلکې ډاکټران او طبي وسایل هم په بلخ ولایت کې د ناروغانو لپاره د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره را استولي او دا ټول د ازبکستان د ولسمشر په امر ترسره شوي دي.

د ازبکستان په دې بشري مرستو کارګو کې درمل، اوړه، غوړي، غوښه او مکروني شامل دي.

د بلخ مرستيال والي نورالهدي ابو ادریس وويل: دغه ټيم چې دلته راغلی دی واقعاً د اړمنو او بې وزلو ناروغانو په درملنه کې مهم رول لري او دا د دوو ولايتونو او دوو دولتونو لپاره يوه لاسته راوړنه ده.

 د بلخ د عامې روغتیا مرستیال سید احمد شاداب وویل: زما غوښتنه له ازبک همکارانو او د هغه هېواد له حکومت څخه دا ده چې دغه مرستې بسنه نه کوي او باید لا هم دوام او همکاري وکړي، ځکه موږ د روغتیا په برخه کې لا زیاتو همکاریو ته اړتیا لرو او د دواړو هېوادونو ډاکټران غواړو چې د یو بل له تجربو ګټه واخلي او ناروغانو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي.

 د ایرنا په وینا، د ازبک ډاکټرانو ۳۴ کسیزه ډله د هرات په حیرتان کې په پنځه ورځو د داخلي ناروغیو، د اعصاب جراحۍ، د ماشومانو د داخلي امراضو، نسايي ولادي، د سترګو او غاښونو په برخو کې روغتیايي خدمات وړاندې کوي.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .