په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د پنجشېر ولايت د رسنيو دفتر څخه نن سهار د مرغومی په ٦مه وویل چې د دغه ولايت والي حافظ محمد اغا حکيم په پنجشير کې د انټرکټ ګلوبل مدل ايسټ نړيوال شرکت له استازي فهيم احمد منتظم سره وکتل.
په دې کتنه کې د دې پروژې مسوول وويل: د دغې پروژې لومړنۍ سروې بشپړه شوې او د جوړولو لګښت يې له اوو څخه تر لسو مليونو ډالرو پورې اټکل شوى دى.
ده زياته کړه: دبريښنا دغه بند به دپنجشير دبريښنا اړتياوې پوره کړي او ددغې پروژې دتطبيق لپاره په شتل ولسوالۍ کې مناسب بستر په ګوته شوى دى. منتظم ټینګار وکړ چې دا پروژه د برشنا د ملي ادارې سره شریک شوي دي او د انټر ګلوبل مدل ایسټ شرکت په جدي توګه لېواله دی چې په دې پروژه کې پانګونه وکړي.
دپنجشير والي ددغه پلان هرکلى وکړ او ډاډ يې ورکړ چې سيمه ييزه اداره به ددغې پروژې په تطبيق کې جدي همکاري وکړي. حافظ محمد اغا حکیم څرګنده کړه چې د پنجشیر ولایت سیمه ییزه اداره له هر هغه ملي او بین المللي سازمان څخه چې ښه نیت لري او د پنجشیر اوسیدونکو ته د عامه ګټو خدمتونه وړاندې کوي، بشپړ ملاتړ کوي.
د ایرنا په وینا، د انټر ګلوبل مدل ایسټ انټرنیشنل شرکت د پارنده بند د کار په پنجشیر کې هم په غاړه لري چې د دې پروژې د سیمه ییزو چارواکو په وینا د اجرا لپاره چمتو دی.
د پیغام پای/
Your Comment