په چین کې د کابل – تاشکند سفیرانو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې

کابل- ایرنا- په چین کې د افغانستان او ازبکستان سفیرانو د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او پیاوړتیا خبرې وکړې.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، په چين کې د افغانستان سفارت چارواکو نن پنجشنبه د مرغومی ۶مه په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چي چین کې د اسلامي امارت لوی سفیر مولوي بلال کریمي د چین لپاره د ازبکستان هیواد له سفیر فرهود ارزیف سره په بیجینګ کې د اسلامي امارت د سفارت په مقر کې وکتل.

په دغه کتنه کې د دواړو هیوادونو تر منځ د سیاسي، اقتصادي او تجارتي اړیکو  پر پراختیا او تقویې خبرې او د نظرونو تبادله وشوه. فرهود ارزیف په روان میلادي کال کې د صدر اعظم او وزیرانو په کچه دواړو هیوادونو تر منځ د لوړ پوړو مشرانو  تګ راتګ مهم ګام و باله او افغانستان یې د ازبیکستان یو ښه همسایه هیواد یاد کړ.

ده زیاته کړه: ازبک پانګوال لېواله دي چې په افغانستان کې د سمنټو او برېښنا په تولید کې پانګونه وکړي. هغه هیله څرګنده کړه، چې دغه بهیر به د سوداګریزو او ترانزیتي سکتور له پرمختګونو څخه پراخ او پیاوړی شي.

بلال کریمي دغه راز د افغان ټرانس مهمې پروژې اهمیت بیان کړ او د ازبکستان په سورخان دریا ولایت کې یې د مشترک بازار جوړیدل ډیر مهم پرمختګ وباله.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .