په بادغیس کې د څه باندې ۵۴۰۰ کورنیو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت په بادغیس ولایت کې څه باندې ٥ زره او ٤٠٠ کورنیو ته د څښاک اوبو د برابرولو اعلان وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت چارواکو نن پنجشنبه د مرغومی په ۶ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د دغه وزارت سرپرست ملا محمد یونس اخندزاده د بادغیس ولایت د قلعه نو ولسوالۍ د اوبو رسولو شبکه د څه باندې ٣٣٤ میلیونه افغانیو په ارزښت فعاله کړه.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست محمد یونس اخندزاده د دغې شبکې د اهمیت او حیاتي ارزښت په اړه وویل: قلعه نو د اوبو رسولو شبکه د هېواد په کچه د اوبو رسولو له سترو شبکو څخه ده، چې د دې سيمې د اوسیدونکو د څښاک اوبه د کمښت ستونزه حل کولای شي.

نوموړي له ځايي اوسېدونکو وغوښتل، چې د دې شبکې ساتنې او پالنې ته جدي پاملرنه وکړي. په دې شبکه کې د شپږو څاګانو کیندل، د ١٦٢ کیلومتره پایپ لاینونو غځول او د ٣ زره متر مکعب په ظرفیت د اوبو ذخیره کول شامل دي. د دې پروژې په بشپړیدو سره ٥ زره او ٤٥٠ کورنۍ د څښاک اوبو څخه برخمنې شوې.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .