په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر چې نن یکشنبه د پکتیکا ولایت د جهادي لېسې د فارغانو د فراغت په مراسمو کې خبرې کولې وویل: د خوښۍ ځای دی چې د هیواد په کچه مدرسې او ښوونځي په بشپړ امنیت کې فعالیت کوي.
هغه وویل، له نېکه مرغه ټول افغانان په حاکم اسلامي نظام کې خپل ځان ويني، او زیاته یې کړه: هماغسې چې اسلامي امارت د فساد او نورو ناخوالو پر وړاندې بریالی دی، د فقر د کچې ټیټولو لپاره هم هڅې پیل شوي او په نږدې کلونو کې به د افغانستان ملي اقتصاد لا زيات پیاوړی شي.
د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال زیاته کړه: اسلامي امارت د پخوانیو حکومتونو په شان وخت نه ضایع کوي، بلکې د هیواد رغونې ته جدي پام لري او په تېرو څه باندې دریو کلونو کې ګڼې پروژې پلې شوي او نور پراختیایي کارونه هم په پلان کې دي.
نوموړي د اسلامي امارت امنیتي او کشفي ارګانونه پياوړي وبلل او زیاته یې کړه: مجاهدین توانیدلي فتنه ګر د افغانستان له خاورې ورک کړي. مولوي عبدالکبیر وویل: اوس څوک په مدرسو او پوهنتونونو کې د ناسمو افکارو د خپرولو جرئت نشي کولای او اسلامي امارت هم په خپل تاریخ کې په اسلامي او دیني ارزښتونو معامله نه ده کړې.
هغه زیاته کړه: اسلامي امارت د پخوا په پرتله ډېر قوي شوی او دا مهال له ګڼو هېوادونو سره سياسي او اقتصادي اړیکې لري.
د پیغام پای/
Your Comment