په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، په کابل کې د سعودي عربستان سفارت د مرغومی په ٢مه، په یوه خبرپاڼه کې ويلي، چې دغه سفارت د دواړو هېوادونو ترمنځ د ورورګلوۍ او دوه اړخيزو همکاريو د پياوړتيا په موخه د سعودي عربستان له ژمنې سره سم بېرته پرانيستل شو.
په خبرپاڼه کې راغلي دي: د افغانستان وروڼو خلکو ته د خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د سعودي عربستان د دولت د غوښتنې له مخې، ټاکل شوې چې په کابل کې د سعودي عربستان د دولت استازی د یکشنبې په ورځ د مرغومی له دوهمې نیټې څخه خپل کار پیل کړي.
د ایرنا د راپور له مخې، د سعودي عربستان د سفارت دیپلوماتان د روان کال د سلواغه په ۱۶مه د امنیتي ستونزو له امله له کابله وتلي وو.
د پیغام پای/
Your Comment