د افغانستان او جاپان چارواکو د ناکامورا د پروژو د تطبیق په اړه خبرې وکړې

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وزیر د جاپان سفیر د ناکامورا د پروژو د تطبیق په اړه خبرې وکړې.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر مولوي عطاء الله عمري نن چهارشنبه د لړم ۳۰ مه په کابل کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کورومایا سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لورو د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د جاپان د حکومت د همکارۍ او د ډاکټر تیتسو ناکامورا د پروژو د تطبیق په اړه خبرې وکړې.

 د جاپان سفير د خپلو خبرو په پیل کې د اداري فساد سره د مبارزې، د مخدره موادو د کر او قاچاق د مخنیوي، د ترهګرۍ ضد مبارزې، د امنیت تامین او د سولې لپاره د اسلامي امارت د هڅو ستاینه وکړه.

 هغه زیاته کړه چې جاپان به په بدیل معیشت، غلو، سبزیجاتو، د مخدره موادو پر وړاندې مبارزې، د ناکامورا پروژو تطبیق او د اوبو لګولو پروژو په برخو کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان او اسلامي امارت ښه نوم باید نورو هېوادونو ته ورسول شي.

 مولوي عطاالله عمري د افغانانو سره د جاپان دولت او ملت د تلپاتې همکاریو مننه وکړه او د دې مرستو د دوام غوښتنه یې وکړه.

 هغه وویل: موږ د جاپان له دولت سره د ښو اړیکو او د اسلامي امارت او د کرنې او مالدارۍ له سکتور سره د هغوی د ملاتړ څخه مننه کوو. د څو لسیزو اوږدې جګړې د دې سکتور د شاتګ لامل شوې دي او موږ مرستې ته اړتیا لرو چې له دې وضعیت څخه راووځو. موږ کلک هوډ لرو چې ستاسو مرستې په روڼ او اغیزناک ډول وکارول شي او زموږ بزګران او مالداران ترې ګټه پورته کړي.

 عمري ټینګار وکړ چې موږ نړۍ ته په کلکه وایو چې اسلامي امارت هره پرېکړه چې وکړي، پر هغې به عمل کوي، لکه د مخدره موادو د کر او قاچاق د منع کولو پرېکړه چې اوس په بشپړ ډول عملي شوې ده. نو باید زموږ د بزګرانو ملاتړ وشي، ترڅو پر ځان بسیا شي او له مضرو بوټو له کرلو څخه ډډه وکړي. 

 د کرنې وزارت سرپرست څرګنده کړه: موږ د بدیل معیشت یوه هر اړخیزه طرحه لرو او د هغې په چوکاټ کې، سازمانونه، دولتونه او بهرني مرستندویان کولی شي همکاري وکړي، په ځانګړې توګه د ښځو لپاره، ځکه چې په افغانستان کې د بزګرۍ او مالدارۍ ډېری کارونه ښځې ترسره کوي.

 دغه سرپرست حکومتی چارواکی وویل: که نړۍ مرسته کول غواړی له ښځو سره دې مرسته وکړی.

 د ایرنا د راپور له مخې، تیتسو ناکامورا چې د کاکا مراد په نامه یو جاپانی تبعه و، د کونړ د سمندر د اوبو د کنټرول لپاره د هېواد په ختیځ کې ډیر شمیر بندونه جوړ کړل، څو دغه اوبه د ننګرهار ولایت د شنو او کرنې لپاره وکارول شی.

 ناکامورا د ۲۰۱۸ کال د اکټوبر په ۱۳مه د نامعلومو وسله والو د ډزو په پایله کې مړ شو.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .