AP ۱۴۰۳ مرغومی ۱۵ ۲۳:۳۲
Journalist ID: 5624
News ID: 85710379
T T
۰ Persons

Tags

ننګرهار هر کال ۲۰۰ مټریک ټنه د کب غوښه تولیدوي

AP ۱۴۰۳ مرغومی ۱۵ ۲۳:۳۲
News ID: 85710379
ننګرهار هر کال ۲۰۰ مټریک ټنه د کب غوښه تولیدوي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په ننګرهار ولایت کې د کبانو د غوښې حاصلاتو د زیاتوالي خبر ورکړ.

 په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په وینا،  د افغانستان د سرپرست حکومت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو نن شنبه د مرغومی په ۱۵مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، په دې ولایت کې د کبانو فارمونه د کال ۲۰۰ مټریک ټنه د کبانو غوښه تولیدوي.

د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس مولوي محمد ولي محسن وویل چې په دې ولایت کې ۱۰۰ د کبانو فارمونه فعالیت کوي، چې له مخې یې نږدې ۳۰۰ هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوې ده.  

هغه زیاته کړه: اوسنی تولید د ننګرهار د اړتیاوو پوره کولو لپاره کافي نه دی، خو د دې برخې د پراختیا لپاره هڅې روانې دي.

محسن د پانګوالو هڅونې ته اشاره وکړه او ویې ویل چې د کبانو د غوښې تولید په برخه کې پر ځان بسیاینې لپاره پانګونه اړینه ده. د کرنې رئیس همدارنګه وویل چې په راتلونکي کې د کبانو د بچیو تولید لپاره د هچریانو جوړولو پلان لري، ترڅو د دې برخې اړتیاوې په کور دننه پوره شي.

 د ایرنا په وینا، ننګرهار د کرنې او مالدارۍ له پلوه مهم ولایت دی، چې د کبانو د تولید ترڅنګ په نورو برخو کې هم د ودې لپاره ګڼې پروژې پلې کوي.

د پیغام پای/

اخبار مرتبط

Your Comment

You are replying to: .