په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخې، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه نن سه شنبه د کب ۷ مه په کابل کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کورومایا سره وکتل.
کورومایا په دغه کتنه کې د هغو پروژو په اړه معلومات شریک کړل چې جاپان یې په افغانستان کې فعالیت ترسره کوي. هغه د افغانستان لپاره د جاپان د شپږ میلیونه ډالرو مرستې په اړه معلومات ورکړل، چې دوه ورځې وړاندې د یو ان اچ سي آر (د ملګرو ملتونو د پناه ورکوونکې ادارې) د بې ځایه شویو کورنیو او بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره لاسلیک شوي وو؛ هغه همدارنګه زیاته کړه چې دا مرستې د زیانمن شویو برخو د جوړولو لپاره دي.
کورومایا د هغه شپږ کسیز پلاوي چې د ملي موزیم رئیس هم شتون پکې درلود، په اړه راپور وړاندې کړ چې څو ورځې مخکې د ساساکاوا بنسټ په رسمي بلنه جاپان ته تللي وو، چې یاد پلاوي د فرهنګي میراثونو د څېړنې انستیتیوت او د توکیو د میراثونو فرهنګي ادارې څخه لیدنه کړې وه.
هغه زياته کړه: هيله لرم چې دغه سفر به د فرهنګي ميراثونو په ساحه کې د کارونو د پراختيا بنسټ وي.
ملا خیرالله خیرخواه دوی ته تر ښه راغلاست ويلو وروسته وویل د افغانستان او جاپان اړیکې په تاریخي توګه مثبتې دي چې د صداقت او باور پر بنسټ جوړې شوې دي.
خیرخواه د جاپان له خوا د فرهنګي میراثونو د ساتنې په همکارۍ ټینګار وکړ او د جاپان هېواد علاقه یې په دې برخه کې مهمه وبلله.
په پای کې دواړو لورو د افغانستان او جاپان ترمنځ د فرهنګي اړیکو پر پیاوړتیا او پراختیا ټینګار وکړ.
د پیغام پای/
Your Comment