په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په وینا، د افغانستان د سرپرست حکومت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو نن شنبه د مرغومی په ۱۵مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، په دې ولایت کې د کبانو فارمونه د کال ۲۰۰ مټریک ټنه د کبانو غوښه تولیدوي.
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس مولوي محمد ولي محسن وویل چې په دې ولایت کې ۱۰۰ د کبانو فارمونه فعالیت کوي، چې له مخې یې نږدې ۳۰۰ هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
هغه زیاته کړه: اوسنی تولید د ننګرهار د اړتیاوو پوره کولو لپاره کافي نه دی، خو د دې برخې د پراختیا لپاره هڅې روانې دي.
محسن د پانګوالو هڅونې ته اشاره وکړه او ویې ویل چې د کبانو د غوښې تولید په برخه کې پر ځان بسیاینې لپاره پانګونه اړینه ده. د کرنې رئیس همدارنګه وویل چې په راتلونکي کې د کبانو د بچیو تولید لپاره د هچریانو جوړولو پلان لري، ترڅو د دې برخې اړتیاوې په کور دننه پوره شي.
د ایرنا په وینا، ننګرهار د کرنې او مالدارۍ له پلوه مهم ولایت دی، چې د کبانو د تولید ترڅنګ په نورو برخو کې هم د ودې لپاره ګڼې پروژې پلې کوي.
د پیغام پای/
Your Comment