په افغانستان کې بیا د امریکا د پوځي مداخلې مفکوره احمقانه او د خندا وړ ده

کابل-‌ ایرنا- د افغانستان په لویدیځ کې د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو د وزارت استازی وویل: په افغانستان کې د امریکې د پوځی مداخلې یو ځل بیا د نظر، احمقانه او د خندا وړ دی.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي،  د هېواد په لوېدیځه حوزه کې د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت استازي رحمت الله فیضان نن چهارشنبه د لړم په ٢٣ مه په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي: «یو شمېر افغان‌نما څېرې هیله لري چې د امریکا په نوي حکومت کې به داسې کسان وګمارل شي چې د افغانستان په اړه ژور درک لري، ښايي د افغانستان په اړه د امریکا په چلند کې مثبت بدلون راشي.»

 هغه څرګنده کړه: د دغو ښاغلو په نظر مثبت بدلونونه د امریکې حمله او پر افغانستان بیا اشغال دی، د داسې کسانو نظریات او اهداف ممکن د هغوی د شخصی یا ډله ایزو انګېرنو او ګټو په اساس جوړ شوی وی.

 د بهرنیو چارو د وزارت دغه چارواکي وویل: هغه مسله چې د پوځي مداخلو بیرته راګرځیدل د افغانستان لپاره مثبته پایله لرلی شي، په حقیقت کې احمقانه او د خندا وړ ده.

 د ایرنا په وینا، د راپورونو له مخې د امریکا نوي ولسمشر د افغانستان د شل کلن اشغال پر مهال د پوځي او ملکي مدیریت تجربه لرونکي کسان د دغه هېواد د دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو ته معرفي کړي دي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .