AP ۱۴۰۳ لړم ۲۵ ۱:۰۶
Journalist ID: 5624
News ID: 85659675
T T
۰ Persons

Tags

د ایران د اسلامي جمهوریت د عدلیې وزارت پلاوی کابل ته راغلی دی

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال په ایران کې د افغان بندیانو د تبادلې په اړه د خبرو لپاره کابل ته د ایران د اسلامي جمهوریت د عدلیې وزارت د پلاوي سفر اعلان کړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال  حمدالله فطرت نن پنجشنبه د لړم په ۲۴ مه وویل: د ایران د اسلامي جمهوریت د عدلیې وزارت یو پلاوی د بندیانو د ستونزو د هواري لپاره کابل ته راغلی دی.

هغه زیاته کړه: اسلامی امارت به د ایران د اسلامی جمهوریت د عدلیې وزارت له دغه پلاوی سره د ۱۰۰۰ افغان بندیانو د انتقال د بهیر د جزئیاتو په هکله خبرې اترې وکړی.  ټاکل شوې چې دغه ۱۰۰۰ افغان بندیان په ایران کې د خپل بند پاتې موده د افغانستان په زندانونو کې تېره کړي.

د ایران اسلامي جمهوریت د راغلي پلاوي مشر د بشري حقونو مرستيال او د محکومینو د انتقال كمیتي رئيس عسکر جلالیان نن اعلان وکړ چې په راتلونکو دوو میاشتو کې به زر تنه افغان بندیان افغانستان ته ستانه شي.

 هغه زیاته کړه چې دغه لیږد په ١٣٨٥ کال کې د لاسلیک شوي تړون پر بنسټ شوی دی.

 جلالیان ټینګار وکړ چې د موافقې له مخې به یوازې هغه بندیان انتقالیږي چې سزا یې حبس وي او د بند پاتې موده یې باید د خپل هیواد په زندانونو کې تیره کړي.

 افغانستان او د ایران اسلامي جمهوریت په ١٣٨٥ کال کې د بندیانو د تبادلې تړون لاسلیک کړ.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .