په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د سترې محکمې چارواکو نن پنجشنبه د لړم په ۲۴مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی چې د سترې محکمې اداري مرستیال شیخ عبدالمالک (حقاني) د ایران اسلامي جمهوریت د عدلیې وزارت له پلاوي سره په کابل کې وکتل.
په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو استازو د افغانستان د اسلامي امارت او د ایران د اسلامي جمهوریت ترمنځ د دوستانه اړیکو او د بندیانو د تبادلې په اړه په تفصیل سره خبرې وکړې.
د افغانستان د سترې محکمې اداري مرستیال شیخ عبدالمالک (حقاني) وویل: افغانستان او ایران هغه ګاونډي هیوادونه دي چې ډیر مشترکات لري او تل یې د متقابل احترام پر بنسټ دوستانه او باثباته اړیکې لرلې دي.
هغه زیاته کړه: موږ له ټولو گاونډیو هیوادونو به ځانګړي توګه ایران سره د ښو اړیکو غوښتونکي يو د ایران له اسلامي جمهوریت څخه مو هيله ده چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د ګډو مسایلو لکه افغان زندانیانو د لېږد او دي ته ورته نورو مواردو په تړاو د تېر په خبر به بشير صداقت ایمانداری او اخلاص کار وکړي.
د سترې محکمې اداري مرستيال څرګنده کړه: افغانستان په تیرو څه باندې ۲۰ کلونو کي د كفري هېوادونو د يرغل له امله له سختو مشکلاتو سره مخ شوی په دې موده کی ډیر شمیر افغانانو د ایران اسلامي جمهوریت په ګډون ګاونډیو هېوادونو ته مهاجرت کړی دی، طبیعي ده چې له دوی څخه به هلته ځيني جرايم ترسره کېږي؛ خو له تاسو مو هیله داده چې د اسلامي اخوت له مخي ورسره نرم چلند وکړئ.
په دې سربېره د سترې محکمي د مرکزي تميز عالي رياست رییس شیخ محمد شریف حقانی: مسلمانان په حقیقت کې یو ملت دی؛ که په هر اسلامي هیواد کې وي، د هغوی حقوق باید خوندي وي، که جرم وکړي، باید د اسلامي قانون له مخې ورسره چلند وشي.
هغه زیاته کړه: د اسلام مبارک دین امر کړی چې له مسلمانو سره سختي مه کوئ بلكي ترمي ورسره وکړئ، بنااً موږ له تاسو هيله لرو چې خپل هېواد کې له افغان کدوالو او زندانیانو سره د اسلامي شریعت د حکم مطابق نرم چلند وکړئ.
د ایران اسلامي جمهوریت د راغلي پلاوي مشر د بشري حقونو مرستيال او د محکومینو د انتقال كمیتي رئيس عسکر جلالیان د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې له مسؤولینو مننه وکړه چې دوی ته یې د ليدني وخت ورکر او وویل ایران او افغانستان هغه اسلامي هېوادونه دي چې د تاريخ په اوږدو کې یې ښي اړيکې پاللې دي، موږ د تل په څېر له افغانستان سره ښو اړیکو لرلو ته ژمن يو.
هغه زیاته کړه: ایران هڅه کوي چې له افغان کډوالو په ځانګړي توګه افغان زندانیانو سره نرم چلند وکړي، د افغان زندانیانو د انتقال برخه کې د لازمو اسانتیاوو رامنځته کولو په اړه به د دواړو هیوادونو مسؤولين خبري وكري.
د پیغام پای/
Your Comment