په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په وینا، د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې چارواکو نن پنجشنبه د لړم ۲۴ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه ادارې سرپرست ملا نورالدین ترابي په خپل کاري دفتر کې د اکشن ایډ مؤسیسې د پروګرامونو عمومي مسئول او سرپرست سایمون ونکور او د هغه مل پلاوي سره وکتل.
ترابي په دې کتنه کې وويل: په هېواد کې د ټولو مؤسیسو لپاره د بشري فعالیتونو زمینه برابره ده او موږ هڅه کوو ترڅو چي د هېواد په هر ولایت کې موسسه فعالیت کوي د هغوی لپاره د همکاري زمینه برابره کړو.
هغه زياته کړه: ددې ادارې ولایتي ریاستونو ته یې لارښوونه کړې چې له مؤسیسو سره همکاري وکړي او د هغوی ستونزې پر وخت حل کړي.
د اکشن ایډ مؤسیسې سرپرست سایمون ونکور له موسیسو سره ددې ادارې د همکارۍ له امله خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې دا مؤسیسه د افغانستان خلکو ته په بېلابېلو برخو کې د مرستو رسولو لپاره هڅه کوي چې دا مرستې په خپل وخت اړمنو خلکو ته ورسوي.
دواړو خواوو د طبيعي پېښو له زيانمنو سره د مرستې په موخه د يو ميليون او ۱۳۱ زره او ۴۶۶ امريکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ دوه تفاهم ليکونه لاسليک کړل.
یاده مؤسسه به د لومړۍ تفاهم نامې له مخې په کابل کې ۱۰۰۰ زیانمنو کورنیو ته د ۵۷۴ زره او ۲۶۳ ډالرو په ارزښت نغدي مرستې وویشی په داسی ډول چې ۵۰۰ کورنیو ته په ده سبز ولسوالۍ کې او ۵۰۰ نورو کورنیو ته په بګرامۍ ولسوالۍ کې، چې هرې کورنۍ ته به په درې قسطونو کې ۴۶۸ ډالر (هر قسط ۱۵۶ ډالر) ویشل کیږی.
همداراز د دویمې تفاهم نامې له مخې به د ۵۵۷ زره او ٢٠٣ ډالرو په ارزښت په غور او بامیان ولایتونو کي ۱۴۴۵ کورنیو ته د سون توکو، جامو او کمپلو دبرابرولو لپاره نغدي مرستي ورکول کیږی چي د غور ولایت په مرکز کي ۸۷۹ کورنیو ته او د بامیان ولایت په مرکز کې ۵۶۶ کورنیو ته نغدي مرستي ویشل کیږي.
د پیغام پای/
Your Comment