AP ۱۴۰۳ تله ۱۲ ۲۳:۱۹
Journalist ID: 5624
News ID: 85616909
T T
۰ Persons

Tags

خلیل الرحمن حقاني د کابل د مهاجرینو ریاست ته د ستونزو د حل ډاډ ورکړ

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو سرپرست وزیر په کابل کې د کډوالو چارو ریاست د ستونزو د حل ډاډ ورکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت چارواکو نن پنجشنبه د تله ۱۲ مه په یوه خبرپاڼه کې د مهاجرینو د چارو ریاست نوي ځای ته د لیږدولو خبر ورکړ.

په خبرپاڼه کې راغلي، د کابل ولایت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو ریاست هدف ته د لا ښه رسیدو او بې ځایه شویو او راستنیدونکو ته د لا زیاتو خدمتونو د وړاندې کولو په موخه له خپل پخواني ځای څخه نوي ځای ته تللی دی.

 د انتقال په مراسمو کې د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني، د کابل والي شیخ امان الله عبید او د دغه وزارت یو شمیر مرکزي رئیسانو حضور درلود.  حقاني د خپلو خبرو په ترڅ کې هیله څرګنده کړه چې د کابل د مهاجرینو ریاست به وکولای شي چې له نویو اسانتیاوو څخه په استفادې سره د خلکو خدمت وکړي.

 نوموړي د کار له بهیر څخه د لیدنې پر مهال د دې ادارې کارکوونکو ته لارښوونه وکړه، چې له مراجعینو سره ښه چلند وکړي او په کاري برخه کې یې د ستونزو د حل او د هغوی د حل ډاډ ورکړ.

 د کابل ولایت د مهاجرینو چارو رئیس مولوي عبدالرحمن حبیب زي خبرې وکړ او د پخوا په پرتله یې د صادقانه او شفافو خدمتونو د پلي کولو لپاره د لا زیاتې همغږۍ او همکارۍ ډاډ ورکړ.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .