په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د مرکزي بانک ویاند حسیبالله نوري شنبه د لیندۍ په ۲۴مه وویل: د یوه کال په موده کې له بازارونو څه باندې اووه میلیارده زاړه او مندرس افغانۍږي راټولې شوې دي.
د دغه بانک ویاند له هېوادوالو وغوښتل چې په خپلو ورځنيو راکړو ورکړو کې د افغانیو ساتنې ته ډېره پاملرنه وکړي. د مرکزي بانک ویاند وویل: له بازارونو څخه د پیسو راټولولو بهیر به پراختیا ومومي او په بازارونو کې به نوي افغاني بانکنوټونه داخل شي.
د ایرنا په وینا، په تیرو دریو کلونو کې څه باندې ۷۰ میلیارده زاړه افغاني سوځول شوي دي.
د پیغام پای/
Your Comment