په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د پنجشېر والي حافظ محمد أغا حکيم چې شنبه د لیندۍ په ٢٤مه په دې ولايت کې په يوه عامه غونډه کې خبرې کولې وويل: دغه نظام د قرانکريم د لارښوونو او د رسول الله (ص) د سنتو پر بنسټ جوړ شوى او د یو واحد مشرتابه لخوا او د یو بیرغ لاندې اداره کیږي.
دپنجشير والي يوځل بيا دپنجشير ولايت له سياستوالو او ځوانانو څخه وغوښتل چې هېواد ته راستانه شي او دهېواد په پرمختګ کې ونډه واخلي. هغه زیاته کړه: اسلامي امارت له هیچا سره دښمني نه لري او خپله غیږ د هر چا پر مخ خلاصه ساتلې ده.
اغا حکيم د پنجشير ولايت له اوسېدونکو او ځوانانو څخه وغوښتل چې د هغو کسانو فریب نه خوري چې د دوی له نوم څخه ناوړه ګټه پورته کوي او د افغانستان د اسلامي امارت چې د دوی اوږدمهاله ارمان دی، په کلکه ملاتړ وکړي.
دپنجشير والي څرګنده کړه چې داسلامي امارت رهبر شيخ هبة الله اخندزاده دپنجشير دخلکو لپاره ځانګړې خواخوږي او ترحم لري او له دغو خلکو سره په هره کچه همکاري کوي. هغه زیاته کړه: د افغانستان اسلامي امارت ثابته کړه چې د اسلامي ارشاداتو او متحدې رهبرۍ پر بنسټ د اسلامي ارزښتونو پر بنسټ د عادلانه ټولنې جوړول ممکن دي او دا نظام نه یوازې د افغانستان د خلکو لپاره، بلکې د ټول مسلمان ملتونه لپاره یو الهام دی.
په دې غونډه کې حاضرو کسانو د ځوانانو لپاره د کاري فرصتونو په رامنځته کولو، د روغتيايي کلينيکونو د جوړولو، د کرنيزو کانالونو په جوړولو، د کليو د سړکونو د ترميم او په لرو پرتو کليو کې د اسلامي شريعت پر بشپړ پلي کېدو ټينګار وکړ.
د پیغام پای/
Your Comment