د سرپرست حکومت حاکمیت د پیل راهیسې تر اوسه ۷ قانونه تصویب او خپرې شوي دي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د عدلیې وزارت ویاند په تېرو درېیو کلونو کې د ٧ قانونه د تصویب او خپرولو اعلان وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د عدلیې وزارت ویاند برکت الله رسولي شنبه د لیندۍ په ۲۴مه په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي: د اسلامي امارت د حاکمیت له پیل څخه تر دې دمه ۷ قوانین د عدلیې وزارت په واسطې له تدقیق، تحقیق او له فقهي سرچینو له تخریج څخه وروسته، د حکومت د مشر له لوري توشېح شوي او په رسمي جریده کې خپاره شوي دي.

 په دغو قوانینو کې د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی ریاست د دندو او واکونو قانون، د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شويو ځمکو د استرداد قانون، د شکایتونو اورېدلو قانون، د سوالګرو د راټولولو او له سوالګرۍ څخه د مخنیوي قانون، د صرافانو او پولي خدمتونو د څانګې قانون، د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون، او د صنعتي ساحو قانون شامل دي.

 د رسولي په وينا، د همدې مودې په اوږدو کې د سلطاني ‎(عامه مرعی) او وقفي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې شرعي اصولنامه او د حکومتدد مشر لسګونه عنوانه فرمانونه له توشېح او انفاذ څخه وروسته په رسمي جریده کې خپاره شوي او د ټولو په لاسرسۍ کې دي.

هغه زیاته کړه: دغه قوانین په چاپ شوې بڼه د عدلیې وزارت د خپرونو او عامه اړیکو په ریاست او په دیجیتلي (PDF) بڼه د عدلیې وزارت د ویب‌پاڼې د حکمونو او قوانینو په ډيټابېس کې موجود دي او هېوادوال کولای شي ترلاسه یې کړي.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .