AP ۱۴۰۳ وږی ۲۶ ۱۳:۰۴
Journalist ID: 5624
News ID: 85597581
T T
۰ Persons

Tags

د پاکستان له زندانونو څلور څلوېښت افغان بندیان خوشې شول

کابل- ایرنا- په کراچۍ کې د افغانستان د سرپرست حکومت جنرال قونسل د پاکستان له زندانونو د ۴۴ افغان بندیانو د خوشې کېدو اعلان وکړ.

 په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، د افغانستان د سرپرست حکومت جنرال قونسل عبدالجبار تخاري چې د وږی د مياشتې په ٢٥ نيټه په کراچۍ ښار کې ميشت دى وويل: د پاکستان د سند له بيلابيلو زندانونو څخه د يوويشتو محصلينو په ګډون څلور څلويښت تنه افغان مهاجرين آزاد شوي دي او د تورخم له لارې افغانستان ته ولېږل شو.

 تخاري زياته کړه: دغه افغانان له دې امله ونيول شول او بنديان شول چې د استوګنې قانوني اسناد يې نه درلودل.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .