AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۲۱ ۱۷:۳۵
Journalist ID: 5624
News ID: 85536536
T T
۰ Persons

Tags

د ملي دفاع وزارت سرپرست د جاپان له سفیر سره وکتل

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۲۱ ۱۷:۳۵
News ID: 85536536
د ملي دفاع وزارت سرپرست د جاپان له سفیر سره وکتل

کابل – ایرنا – د افغانستان د سرپرست حکومت د ملي دفاع سرپرست وزیر د جاپان له سفیر سره وکتل او ویې ویل چې امارت له ټولو هېوادونو سره د اړیکو د ټینګښت غوښتونکی دی.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب «مجاهد» چهارشنبه د چنګاښ په ۲۰ مه په کابل کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کورومایا سره وکتل.

د ملي دفاع وزارت سرپرست د دغه هېواد له مرستو څخه د مننې په ترڅ کې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو د ټینګښت یادونه وکړه او ویې ویل: اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د اړیکو ټینګول غواړي.

د جاپان سفیر د نړیوال امنیت او له نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت د کړنو ستاینه وکړه او ویې ویل: جاپان د افغانستان له خلکو سره د روغتیا، کرنې، پوهنې او نورو برخو کې خپلو همکاریو ته ژمن دی.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .