AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۱۸ ۱۸:۴۵
Journalist ID: 5624
News ID: 85533629
T T
۰ Persons

Tags

د اسرائیلي پوځ د چارواکو اعتراف: موږ په غزه کې په خپل ماموریت کې ناکام شوي یو

کابل – ایرنا – د صهیونیسټ رژيم ۱۴ چینل د دغه رژیم د پوځ د چارواکو په حواله خبر ورکړی چې د تیر کال د تله په ۱۵ نیټه عملیاتو په اړه د ترسره شویو څیړنو په اساس ځینې قوماندانان په دې باور دي چې پوځ په غزه کښې په خپل ماموریت کښې ناکام شوی دی.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د صهیونیسټ رژيم چینل ۱۴ د چنګاښ د میاشتې په ۱۷ نیټه د یکشنبې په شپه د صهیونیسټي رژيم د پوځ د چارواکو په حواله خبر ورکړ چې د دغه رژیم پوځ د «کیبوتس بئیری» ښارګوټي ته د حماس د غړو د نفوذ په مخنیوي کې پاتې راغلی دی.

له بلې خوا، د اسرایلو 12 چینل اعلان وکړ چې د تیر کال د می د میاشتې په 15 نیټه په کیبوتس بئیری ښارګوټي کې د حماس د غړو او اسراییلي پوځ ترمنځ د جګړې په اړه ترسره شوې څیړنې به نن د پوځ لوی درستیز هرتزی هالیوی لوی ته وسپارل شي.

دغې شبکې زیاته کړه: د کیبوتس بئیری د پیښو په هکله د تحقیقاتو یوه برخه د تیر کال د عمومی پیښو په هکله د تحقیقاتو یوه برخه وه.

د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس د تله ١٥ په نیټه کي د فلسطین د اوه لسیزو د نیواک او د غزې د څه دپاسه دوه لسیزو محاصرې او د زرګونو فلسطینیانو د بندیانو او شکنجو په غبرګون کښې د الاقصی طوفان په نوم عملیات پیل کړل.

دا عملیات د دغه رژیم پر وړاندې یو له خونړیو بریدونو څخه وو. د حماس جنګیالیو په څو نقطو کې د سرحدی کټارو له لارې اشغال شویو سیمو ته ننوتل، پر کلیو یې بریدونه وکړل او د ګڼ شمیر اسراییلیانو د وژلو سربیره یې یو شمیر یې ونیول.

د دې عملیاتو په غبرګون کې اسرائیلي رژیم پر غزې سخت بریدونه پیل کړل او دغه سیمه یې تر بشپړې محاصرې لاندې کړه.

په دغو بریدونو کښې تراوسه له ۳۸۰۰۰ څخه زیات فلسطینیان چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دی شهیدان شوی او ۸۷۸۲۸ نور ژوبل شوی دی.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .