د وحشي جناتونو د دوام کې د صهیونیستي رژیم د ملاتړ مسوولیت د دغه رژیم څخه کم نه دی

کابل- ایرنا- د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، د وحشي جناتونو د دوام کې د امریکا او د صهیونیستي رژیم د نورو ټولو ملاتړو مسوولیت له دغه رژیم څخه یوه زره هم کم نه دی.

د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني نن سه شنبه د چنګاښ ۱۲ مه په خپله رسمي پاڼه ویلي: د فلسطین او غزې پر خلکو لېګدلي درودونه او داغونه د نه توصیف وړ دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د دغه وحشي جنایتونو په دوام کې د امریکا او د اسرائیلو د رژیم د نورو ټولو ملاتړو مسوولیت یوه زره هم له دغه رژیم څخه کم نه دی.

د دیپلوماتیکې ادارې ویاند څرګنده کړه: د دغو ټولو جنایتونو او وحشتونو په وړاندې چوپتیا او بې پروايي له انساني او اخلاقي مسؤلیت څخه لرې ده او د انساني وجدان په محکمه او د الهي محکمه کې رد او غندل کېږي.

د ایرنا د راپور پر اساس د حماس غورځنګ هم د تېرې دوشنبې په ورځ د چنګاښ ۱۱ مه په یوه بیانیه کې له غزې تراډې د برمته شویو فلسطینیانو سره د صهیونیستي رژیم وحشیانه چلند په کلکه وغانده او امریکا یې په دغو جنایتونو کې شریکه وبلله.

د حماس غورځنګ په بیانیه کې راغلي: د ازاد شویو بندیانو حالت او د غزې له تراډې د برمته شویو کسانو د غمجنو حالاتو په هکله د هغوی ویرونکی څرګندونې د غاصب صهیونېستي رژیم د کابینې جنایتکارانه چلند ثابتوی.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .