د غزې په تړانګه کښې په یوه ښوونځی د صهیونیسټ رژیم د حملې په اړه د حماس غبرګون 

کابل- ایرنا- د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ(حماس) د غزې تړانګې په جنوب کښې په العوده ښوونځی کښې د صهیونیسټانو د نوی جنایت په غبرګون کښې وویل دغه قتل عام د اشغالګر رژیم د نسل وژنې اوج دی.

د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې، د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ(حکاس) چې د روان کال د چنګاښ د میاشتې په ۱۹ نیټه د سه شنبې په شپه یې د نړۍ په ټولو ښارونو کښې د قهرجن لاریون په ترسره کولو سره له ټولې نړۍ وغوښتل چې دغه قتل عام وغندي او د جنګ او نسل وژنې مخه ونیسي. 

د فلسطین دغه غورځنګ څرګنده کړه: د صهیونیسټانو ترهګرې کابینې د دغو جنایتونو د پایلو په پام کښې نیولو پرته خپلې وژنې او نسل وژنې ته دوام ورکوي.

صهیونیسټ رژیم د غزې تړانګې په جنوب کښې په یوه ښوونځی په حملې سره یو بل جنایت ترسره کړ او راپورونه وایی چې په دغه حمله کښې ۲۹ کسان شهیدان شوی دی.

د ایرنا د خبر له مخې د غزې تړانګې روغتیایی سرچینو اعلان وکړ چې د خان یونس په ختیځ کښې د عبسان په ښارګوټی کښې د العوده ښوونځی په نښه شوی چې له امله یې ۲۵ فلسطینیان شهیدان شوی او په لسګونو نور ژوبل شوی دی.

په دې ښوونځي کې بې ځایه شوي فلسطینیان ځای پرځای شوي وو.

تر دې جنایت مخکې د غزې په تړانګه کې د فلسطین د روغتیا وزارت د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د اسرائیلي پوځ په بریدونو کې د شهیدانو شمیر ۳۸۲۴۳ تنو ته رسیدلی دی.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .