AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۶ ۱۶:۱۴
Journalist ID: 5624
News ID: 85520838
T T
۰ Persons

Tags

دا مهال په هرات کې له ۱۰۰۰ زیاتې تولیدي کارخانې فعالیت لري

کابل- ایرنا- د هرات د صعنت او سوداګرۍ ریاست اعلان کړی دی، چې دا مهال په هرات کې له ۱۰۰۰ زیاتې تولیدي کارخانې فعالیت لري.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د هرات ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست نن چهارشنبې د چنګاښ ۶ مه خبر ورکړی دی، چې هېواد کې د اسلامي امارت له حاکمیت راهیسې د پانګوالو لپاره اسانتیاوې رامنځ ته شوې، د تولیدي کارخانو فعالیت زیات شوی دی. 

د دې ادارې مسوولینو دا هم و ویل چې اوس مهال د هرات په صنعتي ښارګوټي کې شاوخوا ۸۰۰ فابریکې او له صنعتي ښاره بهر څه باندې ۲۰۰ فابریکې په تولیدي فعالیتونو بوختې دي.

د هرات ولايت د صنايعو او سوداګرۍ رياست د معلوماتو له مخې، اوسمهال د دغه ولايت د صنعتي ښارګوټي محصولات امريکا، اروپايي او د منځنۍ اسيا هېوادونو ته صادرېږي او چارواکي هڅه کوي، چې د دې صادراتو کچه لوړه کړي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .