AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۱۰ ۱۸:۴۷
Journalist ID: 5624
News ID: 85525148
T T
۰ Persons

Tags

نړیوال ټولنه باید پر افغانستان باندې لګېدلي بندیزونه لرې کړي

کابل- ایرنا- قطر کې د افغانستان د سرپرست دولت د سیاسي دفتر مشر له نړیوالې ټولنې پر افغانستان د لګېدلو بندیزونو د لرې کولو غوښتنه وکړه.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ قطر کې د افغانستان د سرپرست دولت د سیاسي دفتر رییس نن یکشنبې د چنګاښ ۱۰ مه د دوحې درېیمې ناستې په اړه و ویل: دا ناسته به مدني ټولنې پورې اړه نه لري او په دې کې پر هغه موضوعاتو بحث کېږي، چې د افغانستان د خلکو اړوند دي.

شاهین زیاته کړه: باید پر افغانستان د نړیوالې ټولنې له خوا لګېدلي بندیزونه پورته کړای شي او د افغان سوداګرو لپاره وړ اسانتیاوې برابرې شي.

هغه څرګنده کړه: اسلامي امارت په افغانستان کې نشه يي توکي په بشپړه توګه له منځه وړي نو د ګرونده ګرو لپاره باید د کښت بدیل برابر کړل شي.

سهیل شاهین نړیوالې ټولنې ته په خطاب کې څرګنده کړه: د افغانستان اړوند ټول مسایل د تعامل او تفاهم له لارې د حل وړي، فشارونه او یرغلونه پایلې نه لري.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .