AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۱۰ ۱۸:۴۹
Journalist ID: 5624
News ID: 85525187
T T
۰ Persons

Tags

په دریو میاشتو کې له هرات ښار څخه د ۱۵۰۰ سوالګر ماشومانو راټولول

هرات- ایرنا- د هرات ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست اعلان کړی چې د روان لمریز کال له پیل راهیسې یې له دغه ښار څخه ۱۵۰۰ کوڅه ډب ماشومان راټول کړي دي.

په هرات کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د هرات ولايت د کار او ټولنيزو چارو رييس حافظ ميرزا محمد ابو منصور نن يکشنبې د چنګاښ ١٠مه له هرات ښار څخه د راټولو شويو کوڅه ډبو ماشومانو شمېرې اعلان کړې او ويلي يې دي، چې له دغه ښار څخه د راټولو شويو ماشومانو ٧٠ سلنه مسلکي سوالګران دي، د دوی په منځ کې نور 30 سلنه ریښتیني اړمن وو.

د هرات ولايت د کار او ټولنيزو چارو رييس زياته کړه، چې د هرې کورنۍ اړو ماشومانو ته دوه زره افغانۍ د دغه ولايت د اقتصاد رياست او سرې مياشتې له خوا ورکول کېږي.

نوموړي دغه راز وويل چې په دغه ولايت کې ٦٠٠ بې کوره ماشومانو ته د تخنيکي او مسلکي زده کړو زمينه

برابره شوې ده.
د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .