AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۶ ۱۰:۴۳
Journalist ID: 5624
News ID: 85509412
T T
۰ Persons

Tags

سرپرست دولت د لوی اختر لومړی ورځ دوشنبې اعلان کړه

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۶ ۱۰:۴۳
News ID: 85509412

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت ویاند اعلان وکړ، چې سبا یکشنبې عرفه او د دوشنبې په ورځ به د لوی اختر لومړی ورځ وي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت ویاند ذبیح الله مجاهد نن شنبې د غبرګولي ۲۶ مه د یوه متن په خپرولو سره د دوشنبې ورځ په افغانستان کې د لوی اختر لومړی ورځ اعلان کړې ده.

د مجاهد له خوا په خپاره شوي متن کې راغلي:«لکه څنګه چې مخکې د سترې محکمې له خوا اعلان شوی په افغانستان کې به لوی اختر د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ وي.»

مجاهد زیاته کړې:«یو ځل بیا خپلو هېوادوالو ته خبر ورکوو، چې نن شنبه په افغانستان کې د عرفې ورځ نه ده، بلکې سبا د عرفې ورځ ده او راتلونکې دوشنبه د لوی اختر لومړۍ ورځ ده، دا یو شرعي حکم دی.»

د ایرنا د خبر له مخې، مخکې له دې چې په سعودي عربستان کې د شنبې ورځ د عرفې ورځ ده او یکشنبه د لوی اختر ورځ ده، په افغانستان کې شکونه پیدا شول چې د لوی اختر ورځ به کومه ورځ وي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .