AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۳ ۱۰:۵۴
Journalist ID: 5624
News ID: 85506450
T T
۰ Persons

Tags

ټول امنیتي مسوولین موظف دي، چې د اختر ورځو کې امنیت ټینګ کړي

کابل- ایرنا- د بامیان ولایت والي له ټولو امنیتي، کشفي او استخباراتي مسوولینو غوښتي، چې لوی اختر ورځو کې د بامیان ولایت په ښار او ټولو لویو لارو کې کلک امنیتي تدابیر ونیسي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د بامیان ولایت د رسنیو دفتر نن چهارشنبې د غبرګولي۲۳ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دغه ولایت د والي او لوړ پوړو امنیتي او کشفي چارواکو په حضور کې د لوی اختر په مناسبت امنیتي غونډې خبر ورکړی دی.

د باميانو والي مولوي عبدالله سرحدي ويل: د باميانو ولايت ټول امنيتي، کشفي او استخباراتي مسوولين دې د لوی اختر په مناسبت په ټولو لويو لارو او بامیانو ښار ته د غزځېدلو سړکونو کې کلک امنيتي تدابير ونيسي. 

سرحدی ټینګار وکړ: جوماتونه، تکیه خانې، زیارتونه، تفریح او داسې نور ځایونه چې د لوی اختر په ورځو کې د خلکو د راغونډیدو ځایونه دي، له اوس څخه تر کلکو امنیتي تدابیرو لاندې ونیول شي، ترڅو خلک او هېوادوال وکولای شی اختر په پوره امن کې تیر کړي. 

د بامیان ټولو اوسېدونکو ته په یوه پیغام کې والي ډاډ ورکړ چې د دې ولایت د سیمه ییزې ادارې رهبري، امنیتي او کشفي ارګانونه شپه او ورځ کار کوي ترڅو ولسونه په بشپړ ډول د سولې او امنیت په فضا کې په ټول هېواد کې ژوند وکړي، په ځانګړې توګه د رخصتیو او مذهبي مراسمو په جریان کې.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .