AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۶ ۱۹:۵۷
Journalist ID: 5624
News ID: 85510158
T T
۰ Persons

Tags

د لوی اختر په مناسبت ۳۴۹ بندیان د افغانستان له زندانونو خوشي شول

کابل- ایرنا- د سرپرست دولت  سترې محکمې اعلان وکړ چې د رهبرۍ د حکم پر اساس د لوی اختر په مناسبت د هېواد له ټولو زندانونو څخه ۳۴۹ بندیان بخښل شوي او خوشي شوي دي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت سترې محکمې نن شنبه د غبرګولي ۲۶مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي: د یو شمېر بندیانو پر بښلو سربېره د ۲۷۰ نورو بندیانو د بند موده هم کمه شوې ده.

د ایرنا د خبر له مخې په کوچیني اختر کې هم د افغانستان د سرپرست دولت د رهبرۍ په حکم د هېواد له زندانونو څخه زرګونه بندیان بخښل شوي او خوشي شوي وو.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .