AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۶ ۱۹:۵۹
Journalist ID: 5624
News ID: 85510177
T T
۰ Persons

Tags

عبدالمتین قانع: د اختر په ورځو کې د خلکو د راټولېدو ځایونه تر کلکو امنیتي تدابیرو لاندې دي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، په ټولو ولایتونو کې پولیسو ته امر شوی چې د اختر په ورځو کې د عیدګاه جوماتونو او نورو هغو ځایونو چې خلک په کې راټولېږي، تر کلکو امنیتي تدابیرو لاندې ونیسي. 

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع نن شنبه د غبرګولي ۲۶ مه په یوه ویډیو کې چې په خپله اېکس پاڼه یې خپره کړې، له هېوادوالو غوښتي چې ترافیکي قوانین په جدي توګه مراعات کړي، تر څو د اختر په ورځو کې د ترافیکي پېښو مخنیوی وشي.

قانع دغه راز اعلان وکړ د خلکو د ارامتيا په خاطر په ټول هېواد کې د خوښۍ ډزې او د پټاکیو کارونه کلکه منع دي او د سرغړونې په صورت کې به له سرغړونکو سره قانوني چلند وشي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .