AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۳ ۱۱:۱۸
Journalist ID: 5624
News ID: 85506603
T T
۰ Persons

Tags

ملګري ملتونه: تېر کال افغانستان کې د کوکنارو کښت ۹۵ سلنه کم شوی

کابل- ایرنا- د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر یا( UNODC ) د ۲۰۲۳ کال په کلني راپور کې اعلان کړی دی، چې په تېر یوه کال کې په افغانستان کې د کوکنارو په کښت کې ۹۵ سلنه کموالی راغلی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر نن چهارشنبې د غبرګولي ۲۳ مه اعلان کړی دی، چې د سرپرست دولت له واکمنۍ او په افغانستان کې د کوکنارو پر کښت له بندیز سره په دغه هېواد کې د نشه يي توکو کښت او د تریاکو تولید د ۲۰۲۲ کال په پرتله د پام وړ کم شوی دی.

د دغه بنسټ په رپوټ کې دا هم راغلي دي: د نشه يي توکو د کښت د کچې په راټيټېدو سره، په افغانستان کې د غنمو د کښت کچه لوړه شوې او په دغه هېواد کې د کروندګرو لپاره د کوکنارو د کښت بدیل ګرځېدلی دی.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .