AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۱۹ ۱۰:۵۸
Journalist ID: 5624
News ID: 85501649
T T
۰ Persons

Tags

اوتونبایوا: هڅه کوو د دوحې درېمې ناستې اجنډا د ټولو د خوشې وړ وي

کابل- ایرنا- په افغانستان کې د یوناما یا ملګرو ملتونو د سیاسي استازولی مشره وايي، هڅه کوو د دوحې درېمې ناستې اجنډا د ټولو د خوشې وړ وي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ په افغانستان کې د یوناما یا ملګرو ملتونو د سیاسي استازولی مشرې جمعه د غبرګولي ۱۸ مه د افغانستان د سرپرست دولت د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست مولوي امیرخان متقي سره لیدلي دي.

دواړو لورو په دغه لیدنه کې د دوحې د درېمې ناستې د جزیاتو او همغږۍ په اړه خبرې اترې وکړې.

مېرمن روزا اوتونبایوا وویل؛ زموږ ټیم د دوحې د درېیمې ناستې په اجنډا کار کوي او هڅه کوي چې د دې غونډې اجنډا د ټولو خواوو د منلو وړ وټاکي.

د یوناما مشرې وویل: غواړي د دوحې د درېیمې ناستې د وروستۍ اجنډا په اړه د افغان لوري نظرونه واوري او هر څومره ژر چې اجنډا نهايي شي، د دوحې د درېیمې ناستې ټولو ګډونوالو ته به رسمي بلنه ولېږي.

مولوي امیرخان متقی هم وویل: د درېیمې غونډې لپاره د اجنډا جوړول اړین دي چې ټولو خواوو ته د منلو وړ وي.

هغه زیاته کړه: د افغانستان دولت د دوحې په درېیمه ناسته کې خپل دریځ له ټولو خواوو سره شریک کړی او په دې برخه کې به له اړوندو خواوو سره نږدې همکارۍ ته دوام ورکړي.

د ایرنا د خبر له مخې ټاکل شوې د ملګرو ملتونو په کوربه توب د افغانستان په چارو کې د یادو هېوادونو د ځانګړيو استازو په حضور کې د دوحې درېیمه غونډه د چنګاښ په لسمه جوړه شي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .