AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۱۲ ۱۲:۰۱
Journalist ID: 5624
News ID: 85495832
T T
۰ Persons

Tags

ننګرهار کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې ۲۰ تنه مړه شول

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۱۲ ۱۲:۰۱
News ID: 85495832
ننګرهار کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې ۲۰ تنه مړه شول

ننګرهار- ایرنا- د ننګرهار ولایت سیند کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۰ تنو ژوند له لاسه ورکړی دی.

ننګرهار کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د ننګرهار سیمه ییزه چارواکو نن شنبې د غبرګولي ۱۲ مه تایید کړې، چې نن سهار کابو ۷:۳۰ بجې د دغه ولایت د مومند درې ولسوالۍ په باسول سیمه کې یو جنلېټري کښتۍ په سیند کې ډوبه شوه، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۰ تنه مړه شول.

د مومند درې ولسوال مولوي محمد اجمل شګیوال وايي، تر اوسه پورې د ۹ تنو جسدونه را ایستل شوي او د نورو پاتو کسانو د جسدونو راایستلو لپاره هڅې روانې دي.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست د ژغورنې ټیم هم سیمې ته رسېدلی دی.

ویل کېږي په دغه کښتۍ کې ټول ۲۵ تنه سپاره وه، چې ۵ تنه ترې ژوندي ژغورل شوي دي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .