AP ۱۴۰۳ غویی ۲۳ ۱۷:۴۳
Journalist ID: 5513
News ID: 85474616
T T
۰ Persons
صنعت اوونۍ ملي او نړیوال ننداراتون کابل کې پرانستل شو

کابل- ایرنا- د صنعت اوونۍ ملي او نړیوال نندارتون د کابل په چمن حضوري کې د افغانستان د سرپرست دولت د لوړ پوړو چارواکو په حضور کې پرانیستل شو.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي نن یکشنبې د غوايي ۲۳ مه د صنعت اوونۍ په نوم ملي او نړیوال نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې وویل: اسلامي امارت د صنعت د ودې او د خصوصي سکټور ملاتړ په برخه کې پلانونه لري چې افغانستان به په ځان بسیا کړي.

عزيزي دغه راز زياته کړه: اوسمهال د افغانستان صنعت د پرمختګ په حال کې دى او د هېواد صادرات هم له لوړ کيفيت څخه برخمن دي.

د سرپرست دولت اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي هم د دې نندارتون په پرانسته کې وويل چې په هېواد کې د صنعت او توليد ملاتړى دى او په دې کلونو کې يې په هيواد کې د صنعت د ودې لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي دي .

ده دغه راز وويل: افغانستان د صنعت د ودې لپاره په هېواد کې مهمې سرچينې لري او کولاى شي په راتلونکي کې يو له صنعتي هېوادونو څخه شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د مرکزي بانک رييس ملا هدایت الله بدري د صنعت ملي او نړيوال نندارتون د پرانيستو په مراسمو کې وويل: دوى هڅه کړې چې د پيسو د لېږد په برخه کې د پانګوالو او سوداګرو لپاره لازمې اسانتياوې رامنځته کړي.

بدري دغه راز څرګنده کړه: مرکزي بانک هڅه کوي په بشپړ ډول اسلامي بانکداري خدمتونه هېوادوالو ته وړاندې کړي او په دې برخه کې هڅې روانې دي.

د ایرنا د خبر له مخې د صنايعو ملي او نړيوال نندارتون په کابل کې د افغانستان د نړيوال نندارتون په مرکز «چمن حضوري» کې پرانستل شو او اووه ورځې به دوام وکړي، لیدونکي کولای شي هره ورځ د سهار له ۸ بجو څخه د مازدیګر تر ۵ بجو پورې په دغه نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوي کورني تولیدات وګوري.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .