AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۲۱ ۱۲:۲۷
Journalist ID: 5624
News ID: 85686390
T T
۰ Persons

Tags

د فرهنګ او هنر مرستیال: د چهلستون بڼ د ساتنې او آبادۍ لپاره به لازمې هڅې وکړو

کابل– ایرنا– د افغانستان د سرپرست حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر مرستیال وویل: د چهلستون بڼ د ساتنې او آبادولو لپاره به لازمې هڅې وکړو.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر مرستیال مولوي عتيق الله عزيزي سه‌شنبه د لیندۍ په ٢٠مه دچهلستون له بڼ څخه ليدنه وکړه.

 نوموړي د چهلستون بڼ د هېواد د تاریخي ارزښتونو یوه مهمه برخه وبلله او ټینګار یې وکړ، چې د دې بڼ د حفاظت او ښېرازۍ لپاره به لازمې هڅې کېږي.

 ده له هېوادوالو او سیلانيانو وغوښتل، چې د چهلستون بڼ ته لاړ شي، د دې تاریخي بڼ له ښکلا، لرغونې معمارۍ او ودانیو څخه خوند واخلي او د بڼ تاریخي اهمیت په اړه معلومات ترلاسه کړي.

د ایرنا په وینا، د چهلستون بڼ او قصر د امیر عبدالرحمن خان په زمانه کې د ۱۸۸۰ څخه تر ۱۹۰۱ میلادي کلونو پورې جوړ شو، د امیر حبیب الله خان په دوره کې د دې قصر په جوړښت کې پراخ بدلونونه راوستل شول او د سلطنت په وخت کې د دولتي لوړپوړو چارواکو د اوسېدو ځای و.

 د تنظيمي جګړو په ترڅ کې دغه بڼ او قصر سخت زیان ولید، خو د ۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۱۸ میلادي کلونو پورې د آغاخان کلتوري بنسټ د المان هېواد په مالي ملاتړ د دې بڼ بیا رغونه بشپړه کړه.

 دا مهال، د چهلستون بڼ د خلکو پر مخ پرانیستی دی او له ۲۰۱۹ میلادي څخه تر اوسه پورې له درې میلیونو زیاتو کسانو له دې تاریخي بڼ څخه لیدنه کړې ده،

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .