په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر (یوناما) د ډسمبر د لسمې د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه خبرپاڼه کې ویلي: د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر(یوناما) له حکومتي چارواکو غوښتي په ټول هیواد کې د ښځو، نارینه وو، نجونو او هلکانو د اوسنیو او راتلونکو نسلونو د ساتنې او سوکالۍ لپاره د نړیوالو بشري حقونو مکلفیتونه ومنئ.
د سږ کال د بشري حقونو د نړیوالې ورځې شعار «زموږ حق، زموږ راتلونکی، همدا اوس» دی. یوناما وویل: دا شعار په دې ټینګار کوي چې څنګه بشري حقونه افراد او ټولنې پیاوړې کوي چې ښه راتلونکی جوړ کړي، او همدارنګه بشري حقونه څنګه د ستونزو د حل لپاره د لارې د ټاکونکي په توګه عمل کوي، د مخنیوي ځواک په توګه مهم رول لوبوي، حفاظتي، او بدلون کونکی د هرچا د خیر لپاره عمل کوي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا وویل: له بده مرغه موږ په مخالف لوري کې پرمختګونو ته دوام ورکوو. د امنیت په برخه کې د ښه والي او د وسله والو شخړو د کموالي سره سره، د بشري حقونو د ساتنې لپاره اقدامات په دوامداره توګه او په خطرناکه توګه له منځه تللي، چې ښځې او نجونې یې زیانمنې کړي دي.
د واکمنو چارواکو د بشري حقونو ریکارډ په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو په وړاندې د سیستماتیک تبعیض له امله روښانه شوی چې د ورځني ژوند له ډیرو فعالیتونو څخه بې برخې دي، په شمول د زده کړې او کار.
د بشري حقونو نړیواله اعلامیه د ۱۹۴۸ کال د ډسمبر په لسمه د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې له خوا تصویب شوه او افغانستان د نورو هېوادونو په ډله کې و چې د دغه پرېکړه لیک ملاتړ کوي.
د پیغام پای/
Your Comment