AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۲۱ ۱۲:۲۹
Journalist ID: 5624
News ID: 85686392
T T
۰ Persons

Tags

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په سوریه کې دصهیونیسټ رژیم بمبارۍ وغندلې

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د سوریې په خاوره د صهیونیسټ رژیم بمبارۍ وغندلې.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې وویل: د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت د سوریې په خاوره د صهيونيستي رژيم پرله پسې بمبارۍ په کلکو ټکو غندي او دغه پېښې د سوريې د آزادۍ او استقلال څرگند نقض بولي.

دغه وزارت زياته کړه: د صهيونيستي یرغلګر رژیم د خپلو وحشتونو په دوام د سوریې پر خاوره تېری او د يو لړ نظامي تاسيساتو او شتمنيو سربيره ملكي سيمو بمبار درانه ځاني او مالي تلفات رامنځته کړي دي. 

 د بهرنیو چارو وزارت وویل: دا خطرناک اقدام د هغې ناكامي ستراتیژۍ دوام دی چې صهیونستي رژیم یې د منځني ختیځ په بېلا بېلو هيوادونو کې د خپلو نامشروع اهدافو تر لاسه کولو لپاره پر مخ وړي.

 د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له نړیوالو بنسټونو او اړوندو ارګانونو وغوښتل چې د صهیونیسټ رژیم د تیریو په وړاندې کلک دریځ غوره کړي او د سوریې د خلکو له مشروع حقوقو څخه ملاتړ وکړي.

 د ایرنا د خبر له مخې، د بشار الاسد د رژیم له نسکوریدو سره صهیونیسټ رژیم له فرصت څخه په استفادې په سوریې کې ۱۵۰ هدفونه بمبار کړل.

 د هيئت تحریر الشام چې د سوریې کنټرول یې په لاس کې اخیستی، تراوسه په دې برخه کې کوم اقدام نه دی کړی.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .