AP ۱۴۰۳ غویی ۵ ۴:۲۰
Journalist ID: 5513
News ID: 85454575
T T
۰ Persons
اشغال او تپل شوې جګړې په افغانستان کې د ښاري فرهنګي بې ثباتۍ اصل لامل دی

کابل- ایرنا- د ښاري چارو یو شمېر کارپوهان وايي، هېواد کې اوږدې جګړې او د پردیو اشغال د دې سبب شوی تر څو په تېرو څلورو لسیزو کې په افغانستان کې فرهنګي بې ثباتي رامنځ ته شي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره، ډاکتر علي اقبال نن سه شنبې د غوايي ۴ مه د ایرنا له خبریال سره په خبرو کې و ویل، په افغانستان کې د ښاري کلتور د نه بنسټیز کېدو یو لامل په لویو ښارونو ته د کلیو او باڼډو د اوسېدونکو راتګ او ګڼه ګوڼه ده.

د علي اقبال په وینا، اوږدې جګړې، په لویو ښارونو کې د بانډو د اوسېدونکو د ۷۰ سلنه شتون او له څلورو لسیزو څخه زیاتې ټولنیزې ناکرارۍ د دې لامل شوي، چې په افغانستان کې یو باثباته ښاري فرهنګ ونه ښودل شي.

د اقبال په خبره یو شمېر ښاريان چې پخوا د افغانستان په ښارونو کې اوسېدل په دايمي توګه له هېواده وتلي او کډوال شوي او اوس يې پر ځاى هغه کسان راځي چې له شاوخوا ولايتونو، کليو او بانډو څخه راغلي او کلیوالي فرهنګ سره په ښارونو کې مېشت شوي دي.

د اقبال له نظره بل لامل د خلکو د سواد د کچې ټیټوالی دی، ځکه د هغه په باور د افغاني ټولنې اکثریت او حتی هغه کسان چې د لویو ښارونو په شاوخوا کې ژوند کوي، یا خو د سواد له نعمت څخه برخمن نه دي او یا دا چې هلته سواد لږ پرمختګ شوی، دې کار دوی د ښاري کلتور منلو ته کم پام کړی دی.

د ښاري چارو د دې کارپوه په وینا، د لازمو کارونو په ترسره کولو کې پاتې راتلل، لکه د ښاري زده کړه، د رسمي بنسټونو لکه ښاروالۍ، رسنیو او نورو له لارې د ښاري کلتور وده په هیواد کې د ښاري کلتور د بې ثباتي د نورو لاملونو په توګه یادولی شو.

نوموړی وايي، د اقتصادي مسايلو تر څنګ د يادو عواملو په نتيجه کې چې د ښاري بېوزلۍ لامل ګرځېدلی، نن ورځ موږ په ښاري سيمو او په تېره بيا په لويو ښارونو کې د يو ډول ګډوډۍ شاهدان يو، لکه تاوتریخوالی، غیر پلان شوي ساختمانونه، غیر پلان شوي اقتصاد چې په ښار کې رامنځته کېږي، او همدارنګه غیر معمولي لاس پلور، د کراچيانو ګڼه ګوڼه، د پاکوالي نه مراعات او حتی د موټر چلوونکو په چلند کې ګډوډي رامنځته کوي. 

د ښاري کلتور په بنسټیز کولو کې د خلکو او اړوندو بنسټونو دنده

ده د خپلو خبرو په دوام کې وويل: د ښاريتوب د فرهنګ د بنسټيز کيدو علت د اداري بنسټونو لکه ښاروالۍ له امله زيات دى او هغوى په مستقيم ډول دنده لري چې د خپلو ادارو او همکارانو له لارې خلکو ته ښاري زده کړه ورکړي.

د هغه په وينا، که څه هم په تېرو څو کلونو کې لږ تر لږه په کابل کې موږ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د جوړېدو شاهدان يو، خو له بده مرغه په نورو اداري واحدونو او ولايتونو کې دا کار ونه شو.

اقبال ټینګار وکړ: د ښاروالیو ترڅنګ نور بنسټونه لکه د حج او اوقافو وزارت، امر بالمعروف، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونه هم دنده لري چې د خپلو اړوندو ادارو لکه جوماتونو، ښوونځیو او رسنیو له لارې ښاري کلتور ته وده ورکړي، خو له بده مرغه د دې بنسټونو د ادغام نشتوالی، په دې برخه کې هیڅ د پام وړ کار ندی شوی.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې پرون د ښاري فرهنګ په برخه کې د عامه پوهاوي د کچې د لوړولو په موخه غونډه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ وزارت د مرستیال مولوي عتيق الله عزيزي په مشرۍ او د کابل ښاروالۍ د استازو په شتون کې جوړه شوه. 

په دې غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د کابل ښار د ترافيکي نظم او پاکوالي د ټينګښت او د ښاري فرهنګ د دودولو په برخه کې دې مهم پيغامونه د غږيزو، چاپي او ويډيويي، آرائشي او انځوريزو پارچو او اعلاناتو په بڼه ثبت او د رسنیو له لارې خپور شوی.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .