AP ۱۴۰۳ تله ۷ ۲۰:۴۰
Journalist ID: 5624
News ID: 85611003
T T
۰ Persons

Tags

په بادغیس کې څو تاریخي سیمې ثبت شوې دي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت په بادغیس ولایت کې د څو تاریخي او سیاحتي ځایونو د ثبتولو اعلان وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکو نن سه شنبه د تله ۷ مه په خپله خبرپاڼه کې اعلان کړی چې د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د بادغیس ولایت په جوند ولسوالۍ کې ۴ تاریخي سیمې او سیاحتي ځایونه ثبت کړي دي.

 چارواکي وايي، د ده ګرام سيمه چې د جوند ولسوالۍ له مرکز څخه په پنځه کيلومترۍ کې پرته ده، يو له تاريخي سيمو څخه شمېرل کېږي، چې د ځايي خلکو په وينا، په تېرو کلونو کې د غير مسوولو کسانو له لوري د کيندلو له امله ډیری هنري اثار لکه مجسمې، د لیپیس لازولي او عقیق څخه ډک شوي منګي لاسته راغلي دي.

 د جوند ولسوالۍ د ده ګرم کلي اوسېدونکي عطاالله وويل: په دې سيمه کې د ده ګرم غار په سل مترۍ کې د کمر سنګي په لمن کې موقعيت لري، دا يو له ځنګلي سيمو څخه دى چې ١٩٠٠ کلن تاريخ لري چې په تیرو څو لسیزو کې په مکرر ډول د سیمه ایزو او بهرني غیر مسؤل خلکو لخوا کيندل شوې ده. 

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .