تهران له ترهه ګرۍ سره په مبارزه کې د کابل له چارواکو سره د ملګرتیا په ضرورت ټینګار وکړ

کابل- ایرنا- د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د روسیې، پاکستان او چین له چارواکو سره په څلور اړخیزه غونډه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له افغان چارواکو سره د همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د ايران د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزير سيد عباس عراقچي د جمعې په شپه د تله په شپږمه نېټه د چين د بهرنيو چارو له وزير وانګ يي، د روسيې د بهرنيو چارو له وزير سرګي لاوروف او د پاکستان د دفاع له وزير خواجه محمد آصف په شتون سره په څلور اړخيزه غونډه کې چې د افغانستان په اړه د ایران په کوربه توب ترسره شو، له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له افغان چارواکو سره د همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: موږ باید له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې خپله همکاري پیاوړې کړو او د دغو ورانکارو قوتونو پر وړاندې ګډه جبهه جوړه کړو. زموږ پیغام باید روښانه وي: «تروریزم په افغانستان او زموږ سیمه کې ځای نه لري».

 عراقچي د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل: د داعش او القاعدې په شان ترهګرې ډلې نه یوازې د افغانستان خلک بلکې د سیمې امنیت هم ګواښي. ګاونډي هیوادونه اجازه نه ورکوي چې ترهګري او تاوتریخوالی په افغانستان کې ریښه ونیسي.

 امریکا او ناټو باید د افغانستان د وضعیت مسوول وي

 د ایران د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د امریکا او ناټو په ویجاړونکي رول سختې نیوکې وکړې او ټینګار یې وکړ چې دغه هیوادونه باید د افغانستان د اوسني ناورین په اړه ځواب ووايي. هغه په ​​افغانستان کې د امریکې د شل کلنې مداخلې پایلو ته په اشارې سره وویل: په افغانستان کې د امریکې مداخلې او اوږدمهاله پوځی شتون له بدبختیو او ناامنیو پرته بل څه نه دی لرلی بې ګناه افغانان او د تروریزم، مخدره توکو، فساد، بې وزلۍ او بې ځایه کیدو لامل شوي. 

 ډاکټر عراقچي زیاته کړه: امریکا او متحدینو یې په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه په شرم او بې عزتۍ سره ووتل، خو ټول ناخوالې یې د افغانستان او ګاونډیانو لپاره پرېښودې. دا حقيقت بايد هيڅکله هېر نه شي چې امريکا او ناټو د هغو ډېرو ستونزو مسوول دي چې افغانستان او ګاونډيان يې نن ورځ ورسره لاس او ګرېوان دي.

 د افغانستان اقتصادي وضعیت د اندېښنې وړ دی

 د ایران د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د اقتصادي او بشري وضعیت په اړه د جدي اندېښنې په څرګندولو سره وویل: ترهګرې ډلې په ځانګړې توګه د داعش ډلې له اوسني وضعیت څخه د لا زیات نفوذ د ترلاسه کولو لپاره ګټه پورته کوي. تر ۲۳ میلیونو ډېر خلک لا هم مرستو ته اړتیا لري او د نړیوالو مرستو کمېدل د ګاونډیو هېوادونو لپاره لویه اندېښنه ده.

 هغه تاکید وکړ: د یو نژدی ګاونډی په توګه د ایران اسلامی جمهوریت د کډوالو او غیر قانونی کډوالو له بهیره سخت متاثره شوی دی.  د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې د امریکا له وتلو راهیسې، له افغانستان څخه ډله ییزه مهاجرت پر ایران ډېر فشار راوړی، په داسې حال کې چې موږ تر غیرقانوني بندیزونو لاندې یو.

نړيواله ټولنه بايد په دوامداره توګه د کوربه هېوادونو ملاتړ وکړي

 ډاکټر عراقچي په ایران کې د څه دپاسه شپږ میلیونو افغانانو کوربه توب او د هغوی د اړتیاوو د پوره کولو لپاره له لس ملیارد ډالرو څخه زیات کلني لګښت ته په اشارې سره وویل: نړیواله ټولنه باید له اصلي کوربه هیوادونو لکه ایران سره دوامداره مرستې وکړي. د کډوالو لپاره بشري مرستې باید بې پرې او له سیاسي مداخلې پرته وي. 

 د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د امریکا د متحدو ایالتونو پر یو اړخیزو بندیزونو چې له افغان کډوالو سره د بشري مرستو په رسولو باندې یې منفي اغیز کړی، نیوکه وکړه او ویې ویل: دا اقدام غیر انساني او غیر قانوني دی، د افغانستان شتمنۍ کنګل کیږي. باید پرته له شرطه بیرته راستانه شي، او بندیزونه باید د اقتصادي بیارغونې مخه ونه نيسي.

 هغه همداراز په افغانستان کې د بشري او ټولنیزو او اقتصادي حالاتو د ښه والي لپاره پر ګډې ژمنې ټینګار وکړ او ویې ویل: موږ باید سیاسي انګېزې ته اجازه ورنکړو چې د افغانستان خلکو ته د حیاتي مرستو د رسولو مخه ونیسي.  زموږ لویدیځ ملګري باید پوه شي چې د ټول نفوس له بنسټیزو اړتیاوو څخه بې برخې کول به د بشري حقونو وده او د ښځو او نجونو وضعیت ښه نه کړي.

 سید عباس عراقچي د افغانستان په بیا رغونه کې د لا فعال رول لوبولو لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت چمتووالی اعلان کړ او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې له نشه یي توکو، ترهګرۍ سره د مبارزې او د کډوالو په مسله کې لا زیاته همکاري وکړي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .