د ولسواليو په کچه د روغتيايي مرکزونو د جوړولو هڅې پيل شوې دي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د عامې روغتیا سرپرست وزیر د هېواد د ولسوالیو په کچه د روغتیايي مرکزونو د جوړولو لپاره د دغه وزارت هڅې وستایلې.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت چارواکو نن سه‌شنبه د تله ۷ مه په خپله خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د دغه وزارت سرپرست مولوي نور جلال جلالي د کونړ ولایت په شیګل ولسوالۍ کې د ۵،۵ میلیونه افغانیو په لګښت یو روغتیايي مرکز پرانیست. 

مولوي نورجلال جلالي دکونړ ولايت دشيګل ولسوالۍ په موني سیمه کې ددغه روغتيايي مرکز جوړيدو ته په اشارې سره وويل: دغه موضوع د هیواد د پرمختګ لپاره يو بل ګام ده چې بايد ترې مننه وکړو.

 هغه زیاته کړه: د اسلامي امارت د مشرانو په ملاتړ او لارښوونې سره د هېواد په ټولو سیمو کې د ولسوالیو په کچه د روغتونونو د جوړولو او د روغتیايي نظام د پیاوړتیا لپاره هڅې روانې دي او روغتیايي خدمتونو ته د خلکو لاس رسی باید زیات شي.

 خبرپاڼه زیاتوی: د کنړ ولایت سیمه ییزو اوسېدونکو، قومي مشرانو او چارواکو د عامې روغتیا وزارت له رهبرۍ څخه مننه وکړه چې د دوی روغتیايي ستونزې یې هوارې کړې او دوی ته یې د یوه مجهز روغتیايي مرکز د جوړولو زمینه برابره کړه.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .