AP ۱۴۰۳ غویی ۱ ۲۰:۲۳
Journalist ID: 5513
News ID: 85450478
T T
۰ Persons
پر تخار او کندوز د ملخانو پراخ یرغل: مجادله ورسره پیل شوه

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رسنیو دفتر په کندوز او تخار کې د ملخانو له یرغل سره د مجادلې خبر ورکړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني د کندوز ولایت د کرونده ګرو او مالدارانو د ستونزو حل او د اړتیاو پوره کول د هېواد د کرنیز سکتور د پرمختګ برخه کې یو مهم امر وباله او د ملګرو ملتونو له خوړو او کرنې سازمان له مسوولینو یې وغوښتل، چې د دغه ستونزو په حل کې مرسته وکړي او پای ته یې ورسوي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مطبوعاتي دفتر لیکلي: د ملخانو پر وړاندې کمپاین د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني له خوا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان رئیس ریچارډ ټرانچارډ په حضور کې په کندز ولایت کې پیل شو.

د کندوز د کرنې رئیس مولوي امان الله حسن هم د ملخانو له امله د اوښتو زیانونو په اړه معلومات ورکړل او د افغانستان د خوړو او کرنې ادارې له مسوولینو یې وغوښتل چې د صحرايي ملخانو پر وړاندې د مبارزې او کنټرول په برخه کې تخنیکي او بودیجې مرسته وکړي.

له بلې خوا د تخار ولایت د کرنې ریاست چارواکي په دغه ولایت کې د خلکو پر کرنیزو ځمکو د ملخانو د پراخ یرغل خبر ورکوي وايي، د دې ولایت په اتو ولسوالیو کې له ملخانو سره د مبارزې کمپاین روان دی. 

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .