کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسوولینو نن سه شنبې د وري ۲۱ مه په یوه خبرپاڼه کې د ایران اسلامي جمهوریت له مرستیال سفیر غلام رضا نجاري د دغه وزارت د مسلکي معین مولوي عبدالرحمن راشد د لیدنې خبر ورکړی دي.
په دې کتنه کې دواړو لورو په هغه هېواد کې د هغو افغان حاجيانو د تګ او راتګ د اسانتيا په باب خبرې وکړې چې سږکال د حج د فريضې لپاره ځي.
د سرپرست دولت د کډوالو چارو وزارت مسلکي معین تیر کال د افغان حاجیانو لپاره د ایران د کار په قدرونې سره، سږ کال هم په دې برخه کې د اسلامي جمهوریت د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه.
نوموړي ویلي، په دغه هیواد کې د افغان کډوالو د اجباري کار او نورو ستونزو په صورت کې د افغان کډوالو د بیرته ستنېدو د مخنیوي غوښتنه وکړه.
د ایران اسلامي جمهوریت د سفارت مرستیال په روان کال کې د افغان حاجیانو لپاره د اسانتیاوو په برابرولو کې د خپلې همکارۍ ډاډ ورکړ.
د پیغام پای/
Your Comment