کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نن پنشنبې د وري ۱۶مه په خپله رسمي پاڼه کې د زابل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کلنۍ خبري غونډه خپره کړې ده.
د زابل ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په دې خبري ناسته کې د تېر کال د لاس ته راوڼو، کلتوري، تاريخي، ادبي او فکري فعاليتونو خبرې وکړې.
د زابل ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي رحمت الله حماد په دې کنفرانس کې وويل: تېر کال د زابل ولايت په مرکز او ولسواليو کې ١٨ تاريخي آبدات تثبیت شوي دي.
نوموړي څرګنده کړې: څلويښت علمي، ادبي، فرهنګي او ټولنيزې غونډې په لاره اچول شوې وې چې په سلګونو تنو پکې ګډون کړى و.
د حماد په وينا، دغه رياست په تېر يوه کال کې د ځوان نسل د ظرفيتونو د لوړولو په برخه کې بېلابېل پروګرامونه جوړ کړي دي.
حماد همداراز وویل: د اطلاعاتو، فرهنګ او ګرځندوی ریاست د ځوانانو چارو معین هم له ځوانانو سره بېلابېلې ناستې کړي او تر ۴۰۰ ډېرو بې وزله ځوانانو ته یې د وړیا زده کړو زمینه برابره کړې ده.
د پیغام پای/
Your Comment