AP ۱۴۰۳ وری ۹ ۱۳:۴۰
Journalist ID: 5513
News ID: 85429426
T T
۰ Persons
د کورنیو چارو وزارت د ۱۴۰۲ کال په دویمو شپږو میاشتو کې عوایدو ۱۳ میلیارد افغانیو ته رسېدلي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د کورنیو چارو وزارت ویاند اعلان کړی چې د تېر کال په دویمو شپږو میاشتو کې د دغه وزارت عواید له بېلابېلو سکتورونو ۱۳ میلیارده او ۱۷۴ میلیونه افغانیو ته رسېدلي دي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع نن پنجشنبې د وري ۹مه، په یوه خبري ناسته کې و ویل، چې د دغه وزارت عوایدو، د ترافيکي خدمتونو، پاسپورټونو، د عامه ساتنې ملي ادارې، د وسلو جواز د ورکړې له امله ۱۳ میلیارده ته رسیدلی دی.

د قانع د څرګندونو له مخې: په تېرو شپږو مياشتو کې ١٨ تنه د انسان تښتوونکو له منګولو څخه ژغورل شوي او ١٧٢ تنه د انسان تښتونې په تور نيول شوي او د پوليسو د ځواکونو په عملياتوکې ٢١ تنه انسان تښتوونکي هم وژل شوي دي.

د كورنيو چارو وزارت وياند زياته كړه: پوليسو په تېرو شپږو مياشتو كې د هېواد په بېلابېلو سيمو كې ۱۲۵۴۰ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تور نيولي دي.

ده دغه راز وويل: د پاسپورت د دفتر له خوا هره ورځ لس زره پاسپورټونه په هېوادوالو ويشل کيږي او د پاسپورټ د مرکزي دفتر له خوا د خدمتونو د وړاندې کولو تر څنګ به د پاسپورټ د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره درې نمايشي دفترونه د کابل ښار په درېيو زونونو کې پرانستل شي. نږدې راتلونکې

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .