AP ۱۴۰۳ وری ۶ ۱۵:۳۹
Journalist ID: 5513
News ID: 85426912
T T
۰ Persons
له کابل سره د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته چمتو یو

کابل- ایرنا- د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، پاکستان د افغانستان له سرپرست دولت سره د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته چمتو دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار یکشنبې د وري ۵ مه ويلي: اسلام اباد له کابل سره د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې ته چمتو دی.

ښاغلي دار د افغانستان په خوست او پکتیکا ولایتونو کې د خپل هېواد هوايي بریدونو ته په اشارې سره وویل: د پاکستان پوځ دغه بریدونه د استخباراتي معلوماتو پر اساس کړي دي.

هغه څرګنده کړه: ما د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر ته هم ویلي، زموږ معلومات دا دي چې ګل بهادر ډله او د دې ډلې مشري په افغانستان کې ده، تاسو باید اقدام وکړۍ او موږ ته یې وسپارۍ. کله چې کوم اقدام ونه شو، موږ باید خپل عملیات په خپله ترسره کړو، دا عملیات د افغانانو، د افغان حکومت او د دغه هېواد د پوځ پر ضد نه وو، بلکې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ متمرکز عملیات وو.

د ایرنا د راپور له مخې د پاکستان پوځ د تېر کال په وروستیو کې د افغانستان په خوست او پکتیکا ولایتونو کې هوایی بریدونه وکړل او ادعا یې وکړه چې د تحریک طالبان پاکستان یو جګپوړی غړی یې وژلی دی، دا ادعا په افغانستان کې د داسې کسانو شتون د سرپرست حکومت له خوا په کلکه رد شو.

د پاکستان د هوايي بریدونو په غبرګون کې د افغانستان سرپرست دولت خبرداری ورکړ، چې د دا ډول بریدونو د دوام پایله به د پاکستان له واکه وي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .