کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د پاکستان لومړی وزیر محمد شهباز شریف د نوی کال په لومړۍ ورځ د دغه هېواد د کابینې په غونډه کې وویل: زموږ پولې د ترهګرۍ په وړاندې زموږ سره کرښه ده.
شریف ټینګار کړی: موږ له ګاونډیو هېوادونو سره په سوله کې ژوند کول غواړو، خو له پولو د ترهګرۍ ګواښ د پاکستان لپاره د منلو وړ نه دی.
هغه څرګنده کړه: پاکستان غواړي له خپلو ګاونډیانو سره د پراخو خبرو ترڅنګ د سوداګریزو او اقتصادي فرصتونو په برخه کې همکاري زیاته کړي چې د دواړو لورو په ګټه وي، خو له بده مرغه که زموږ د ګاونډي هېواد خاوره زموږ پر ضد د ترورېزم لپاره وکارول شي، دا به ونه شو زغملی.
هغه خبرداری ورکړ: زه باید تاسو ته په واضح ډول یادونه وکړم چې موږ به د پولې څخه هیڅ ډول ترهګریز برید ونه زغمو.
د ایرنا د راپور له مخې د پاکستان له خوا د روانې اونۍ د دوشنبې په ورځ په پکتیکا، خوست او کنړ ولایتونو باندې هوایی بریدونه له کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره مخامخ شول.
د افغانستان د سرپرست دولت چارواکو دغه برید د اسلام اباد ښکاره تېری بللی او ټینګار یې کړی، چې پر افغانستان د هر ډول برید او تېری ځواب به ورکوی.
د پیغام پای/
Your Comment