کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن (یکشنبې د سلواغې ۱۵ مه) کابل کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ یا یوناما له مشرې روزا اوتنبایوا سره د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست مولوي امیرخان متقي د لیدنې خبر ورکړی دی.
دواړو لورو په دغه لیدنه کې د افغانستان د وروستیو دیپلوماتیکو پرمختګونو، دوحې د راتلونکې ناستې، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي سنیرلي اوغلو د راپور او نورو موضوعاتو په اړه خبرې اترې وکړې.
ښاغلي متقي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۷۲۱ پرېکړه په اړه د افغانستان د سرپرست دولت دریځ باندې یو ځل بیا تکرار کړ او د ملګرو ملتونو سره یې د افغانستان د اسلامي امارت په رغنده تعامل ټینګار وکړ.
ښاغلي متقي د دوحې د ناستې د اجنډا او ترکیب په اړه د یوناما څخه د وضاحت غوښتنه وکړه زیاته یې کړه، چې اسلامي امارت به د توضیحاتو په رڼا کې د دوحې په ناسته کې ګډون وکړي.
مېرمن اوتنبایوا د دوحې د راتلونکې ناستې په اړه معلومات وړاندې کړل او د اسلامي امارت څخه یې په دغه ناسته کې د ګډون غوښتنه وکړه.
د یادونې ده، چې ملګري ملتونه په نېږدې راتلونکې کې د افغانستان په اړه لپاره د نړۍ هېواد د ځانګړو استازو په حضور کې غونډه کوي.
د پیغام پای/
Your Comment