AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۷ ۱۷:۲۲
Journalist ID: 5624
News ID: 85511289
T T
۰ Persons

Tags

سرپرست دولت: د دوحې د ناستې جوړښت او اجنډا کې بدلون به زموږ پر پرېکړې اغېز وکړي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې که د دوحې د غونډې په جوړښت او اجنډا کې بدلون راشي، نو یقیناً به زموږ پر پرېکړې اغېز وکړي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن یکشنبې د غبرګولي ۲۷مه په خپله اېکس پاڼه لیکلي: له ملګرو ملتونو سره د تېرو دوو میاشتو د خبرو اترو په اجنډا او له اسلامي امارت سره د دوحې د راتلونکې غونډې پر جوړښت خبرې وشوې.

د بلخي په وينا، افغانستان به له ملګرو ملتونو سره د يادو دوو مياشتو خبرو د پايلو پر بنسټ د دوحې په غونډه کې ګډون وکړي.

 هغه څرګنده کړه: که چېرې د غونډې په جوړښت او اجنډا کې بدلون راشي، نو دا به خامخا زموږ پر تصمیم نیونې اغېزمن کړي او بیا به له ټولو خواوو سره خبرې وشي.

تر دې مخکې د افغانستان د سرپرست دولت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي و چې د دوحې په درېیمه ناسته کې به د افغانستان استازي ګډون وکړي.

د پیغام پای/

۰ Persons

Your Comment

You are replying to: .