کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د کانونو او پترولیم وزیر شیخ شهاب الدین دلاور نن چهارشنبې د وږي ۸ مه د چین د ام سي سي شرکت له رییس وانګ جي چنګ سره چې د یادې پروژې قراردادي دی کتلي او ویلي یې دي، چې د مس عینک پروژه د امارت له اساسي لومړیتوبونو څخه ده.
ښاغلي دلاور زیاته کړې، چې مس عینګ د افغانستان د خلکو لپاره او دغه راز زموږ د معادنو د سکتور د ودې او حرکت لپاره یوه مهمه حیاتي پروژه ده.
په دغه لیدنه کې د مس عینګ د قراردادي شرکت رییس هم د دغه پروژې د عملي کار د پیل لپاره چمتوالی وښود.
د پیغام پای/
Your Comment